په لوېديځه اېتهوپيا كښې په وسله والو بريدونو كښې د مړو كسانو شمېره 207 ته ورسېده

اديس ابابا 26 دسمبر (اے پي پي) په لوېديځه اېتهوپيا كښې په وسله والو بريدونو كښې د مړو كسانو شمېره 207 ته ورسېده. د چينائي مېډيا له مخې د اېتهوپيا د بشري حقونو كمشين وئيلي دي چې په وسله والو بريدونو كښې 133 نارينه، 35 مېرمنې، 21 بوډاګان، 17 ماشومان او يو د يوې مياشتې ماشوم وژل شوے. كميشن وئيلي دي چې د جنګ ځپلې سيمې څارنه روانه ده او په دې لړ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې ده. د كميشن چارواكو له مخې په بولين ښار كښې د زرګونو په شمېر كسانو په يو پرائمري سكول او ميټنګ هال كښې ساتل شوي دي كوم چې بې كوره شوي دي.