جده 25 دسمبر(اے پي پي) د سعودي د روغتيا وزارت په جده كښې د كورونا د واكسين كمپائن پېل كړے. د مېډيا له مخې په جده كښې په نړيواله هوائي اډه د كورونا څخه د بچ كېدو د واكسينو مركز پرانستل شوے، چرته چې وګړو او غېر ملكياتو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول كېږي. په جده كښې چې كومو خلقو د روغتيا په اېپ كښې خپل رجسټرېشن كړے، هغوي واكسين لګولو لپاره مركز ته رابلل كېږي. وزارت ټولو وګړو او غېر ملكيانو ته خواست كړے چې واكسين لګولو لپاره دې په اېپ كښې خپل ځان رجسټر كړي.