امريكا كښې 10 لكهه كسانو ته د كورونا وائرس څخه د بچ كيدو ويكسين ولګولے شول

واشنګټن 24 دسمبر (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس څخه بچ كيدو لپاره ويكسينيشن پيل كيدو نه پس تر اوسه ځپليو 10لكهه كسانو ته ويكسين لګولې شوي۔د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې امريكا كښې يو مليون څخه زياتو كسانو ته د كورونا وائرس ويكسين لګولې شوي ٬ د امريكې انتظاميه سږ كال تر آخر 20 مليونه وګړو ته د ويكسين لګولو هدف لري۔ د امريكې حكومت هېواد كښې د بيړني استعمال لپاره دوه قسم د كوويډ 19 ويكسين منظور كړي۔ د امريكې د رنځونو كنټرول او مخنيوي مركز چارواكو ووئيل تر اوسه 1008025 كسانو ته كورونا څخه د بچ كيدو ويكسين لګولې شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپليو كسانو شميره يو كروړ 89 لكهه څخه زياته ده دغسې هېواد كښې وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 34 زره څخه زياته شوي۔ پوهانو وئيلي 331 مليونه امريكائي وګړو له په يو څو مياشتو كښې ويكسين وركول زياته پيچيده معامله ده۔ دا خبره دې ياده وي فائزر ويكسين منفي 94 ډګري فارن هائيټ سټور كولو ته اړتيا لري۔