د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د فلسطين خپلواكۍ له قرارداد منظور كړے شو، 153 هېوادونو د قرارداد ملاتړ كړے، د كاناډا، اسرائيل او امريكې لخوا مخالفت

ملګري ملتونه 23 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د فلسطيني قام د خپلواكې او د آزادې په ملاتړ كښې قرارداد په اكثريت سره منظور كړے شوے. په قرارداد كښې د ختيز بيت المقدس د فلسطين پايه تخت ګرځولو ملاتړ شوے. د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې په عمومي اسمبلۍ كښې د فلسطيني قام خپلواكې لپاره د منظور شوي قرارداد په حق كښې 153 هېوادونو ووټ وركړے. كاناډا، اسرائيل او امريكې د قرارداد مخالفت كړے او 17 هېوادونو په رائے كښې برخه نه ده اخستې. د فلسطين خارجه وزير رياض المالكي په عمومي اسمبلۍ كښې د قرارداد منظوري د فلسطيني قام د خپلواكې د حق په نړيواله كچه د منلو يو مهم پرمختګ ګرځولے