بيجنګ 23 دسمبر(اے پي پي) ترکيه څخه چين لپاره روان شوے وړومببنے كارګو ټرېن د شمالي لويديز چين شيان ښار ته رسېدلے ۔ د شيان انټرنيشنل ټرېډ اينډ لاجسټك پارك چارواكو له مخې كارګو ټرېن په څلورم دسمبر د استنبول نه راروان شوے ٶ كوم چې تېره ورځ شيان ته رسېدلے چې پكښې 42 کنټينرز پراته وٶ او په دې كښې د 1.59 ميليونه ډالرو مصنوعات راوړلې شوي۔ په دې موقع چين كښې د ترکيه سفير عبدالقادر امين اونن ووئيل د تركيه او چين ترمېنځه د اړيكو بحالۍ په اړه دا تاريخي او د خوشحالۍ موقع ده۔ ده ووئيل د چين او اروپا ترمېنځه د رېلوے رابطو اهميت د كرونا په مهال زيات شوے ځكه چې فريټ ټرېنز د نړيوال لاجسټك سپلائې كښې مهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رېلوے رابطې سره به د ارويا او اسيائي سيمو ترمېنځه اقتصادي هلې ځلې وده ومومي۔