کرونا وائرس د نړۍ آخري برخې ته هم ورسېد٬ په انټاركټېكا كښې د كرونا كېسونه رپورټ شول

سان تياګو 23 دسمبر(اے پي پي) کرونا وائرس د نړۍ آخري برخې ته هم رسېدلے او په براعظم انټاركټېكا كښې د كرونا كېسونه رپورټ شوي او د دې نه پس دا نړيواله وباء د نړۍ اوو واړو براعظمو ته رسېدلې ۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې د چلي پوځي چارواكو ووئيل په انټارکټيکا كښې زمونږ په ريسرچ سنټر كښې تعينات 36 اهلكارو كښې د كرونا وائرس تصديق شوے چې پكښې 26 پوځي او لس سول کنټريکټرهم شامل دي۔ دا ډېر يخه سيمه ده چرته چې كالو سر واوره پرته وي او درجه حرارت هم د نقطه انجماد نه لاندې وي۔ انټارکټيکا كښئ پوځي تنصيبات او نورو مرکزونو كښې د كرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره په دې سيمو كښې په سېلګرۍ د بندېز پشمول يو شمېر اقدامات شوې وو۔ په انټارکټيکا كښې د كرونا د كېسونو رپورټ كېدو نه پس اوس په نړۍ كښې يو داسې براعظم پاتې نه دے چرته چې دا مرګونې وباء رسېدلې نه وي۔