امریکا بايد د چین په کورنيو چارو كښې د لاس وهنې نه ډډه وكړي،خارجه وزير وانګ وین بین

بیجنګ 23 دسمبر (اے پی پی) د چین د خارجه زارت وياند وانګ وین بین وئيلي دي امریکا بايد د چین په کورنيو چارو كښې د لاسسس وهنې نه ډډه وكړي۔ ده د میډیا بریفنګ په مهال د امريكې د سېنېټ او ایوان نمائندګان څخه منظور شوو داسې دوو بلونو په اره د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركړو چې پكښې د تبت په اړه مواد هم شامل دي۔ وياند ووئيل چین د دې پیشرفت څخه خبر دے او د امریکې قانون سازو د اړخه د دې ډول منفی اقدام سخت مخالفت کوي۔ده ووئيل تبت، تائیوان او هانګ کانګ چارې د چین د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا سره تړلې شوي،دا د چین کورنۍ چارې دي په دې كښې به مونږ چا له د مداخلې اجازه ورنه كړو۔