واشنګټن/ لندن/ نوے ډيلے/ رېوډي جنېرو 23 دسمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وباﺀ د مرګونو شمېره د 17 لكه 24 زرو نه زياته شوې او په بېلا بېلو هېوادونو كښې د ځپليو شمېره د 7 كروړه 83 لكهه نه اوړېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس د ځپليو شمېره 78366478ده او د كورونا په وباﺀ تر اوسه په ټوله نړۍ كښې 1724039كسان مړه شوي. په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 21513734 ده. د كورونا په وباﺀ امريكا تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے. برازيل د كورونا وائرس د مرګونو په لحاظ په دوهم نمبر او د رنځورانو د شمېرې په لحاظ په دريم نمبر دے. هند د كورونا وائرس د رنځورانو د شمېرې په لحاظ په دوهم او د مرګونو په لحاظ په دريم نمبر زيات ځپلے شوے هېواد دے. د كورونا وائرس په نتيجه كښې په فرانس كښې 61 زره 7 سوه، په هسپانيه كښې 49 زره 5 سوه ، په اټاليا كښې 69 زره 8 سوه، په روسيه كښې 51 زره 9 سوه او په اېران كښې د 54 زرو نه زيات كسان مړه شوي . په امريكا كښې د كورونا په وباﺀ د ځپليو شمېره يو كروړ 86 لكه 84 زره ده او پكښې درې لكه 30 زره كسان مړه شوي.