برلن۔20دسمبر(اے پي پي) المان كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 22 زره 771 نوې كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د كورونا ځپليو شمېره 14لکھ 94 زره 9 نه زياته شوې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د جرمن رابرټ كوچ انسټي ټيوټ چارواكو وئيلي چې ګرد هېواد كښې د نورو 409 كسانو مړ كېدو نه وروستو ګرد هېواد كښې د كورونا د لاسه د مړو شويو شمېره 26 زره 49 ته ورسېده۔ د المان د روغتيا وزير جينز سپهان وئيلي چې هيله ده چې د روانې مياشتې 27 مې نېټې نه به هېواد كښې د وېكسينو لګولو كمپائن پېل شي۔ ولې تر دې دمه د اروپائي ميډيسن ايجنسۍ لخوا د وېكسين منظوري لا وركړې شوې نه ده۔