په هند كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 387 كسان مړه شول ، د مړو كسانو شمېره د يو لك 44 زرو نه زياته شوه

نوے ډيلے 16 دسمبر (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 387 كسان مړه شوي او دې سره د مړو كسانو ټوله شمېره د يو لك 44 زرو نه زياته شوې. د هند مېډيا له مخې په هېواد كښې د كورونا ځپليو ټوله شمېره 99 لك 32 زرو ته رسېدلې. د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټول هېواد كښې د كورونا وائرس نور 26382 كېسونه رامخې ته شوي او 387 كسان مړه شوي . د يادونې وړ ده هند په نړۍ كښې د كورونا وائرس د رنځورانو په اعتبار سره دوهم زيات ځپلے هېواد دے.