په مسجد الحرام كښې د 21 ژبو مترجمين شتون لري

مکه۔ 12 دسمبر(اے پی پی) د حرمېن چارو ادارې لخوا مسجد الحرام كښې د زائرينو آسانتيا له د اردو په شمول د 21 ژبو دمترجمينو آساني باوري كړې شوې ده۔ د عرب ابلاغ ذريعو له مخې د حرمېن چارو ادارې ژباړنې څانګې مشر انجينئر مشاري المسعودي ووئيل چې مسجد الحرام كښی د جمعې خطبې نه 5 زره كسان استفاده كوي او د حرمېن پلېټ فارم نه 20 زره نه زيات كسان په بېلو ژبو كښې خطبه اوري۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په حرمېن كښې د كېدونكو خطبو ترجمه په 5 نړيوالو ژبو كښې كولې شي كومو كښې چې اردو، انګليسي ، فارسی ، فرانسیسی او انډونیشی ژبه شامل ده