ګرده نړۍ كښې اته كروړه څخه زيات كسان بې كوره دي ۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 09 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو لخوا د کرونا وائرس وباء په مهال د ډز بندۍ ٬ د صبر او تحمل څرګندونې غږ كولو باوجود د ظلم او تشدد په نتيجه كښې د بې كوره شوو كسانو شمېر رېكارډ كچې ته رسېدلې۔ د ملګرو ملتونو كډوالو لپاره ادارې له مخئ د كال 2019 تر پائي د درې كروړه كډوالو پشمول 7 كروړه 95 لكه كسان بې كوره …

ملګري ملتونه 09 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو لخوا د کرونا وائرس وباء په مهال د ډز بندۍ ٬ د صبر او تحمل څرګندونې غږ كولو باوجود د ظلم او تشدد په نتيجه كښې د بې كوره شوو كسانو شمېر رېكارډ كچې ته رسېدلې۔ د ملګرو ملتونو كډوالو لپاره ادارې له مخئ د كال 2019 تر پائي د درې كروړه كډوالو پشمول 7 كروړه 95 لكه كسان بې كوره يا ځپلې شوي او په كال 2020 كښې نور كسان په كورونو پرېښودو مجبوره شوي٬ د دې نه پس دا شمېره د اته كروړه نه زياته شوې۔ كډوالو لپاره د ادارې شمېرو له مخې د كال 2020 په نيمائي برخه كښې سوريه، کانګو، موزمبيق، صوماليه او يمن كښې د تشدد په سبب نور كسان بې كوره شوي او د افريقې په مېنځنۍ منطقه كښې هم د تشدد پشمول د جنسي تېرو او پاڼسو له امله د نوو بې كوره شوې كسانو شمېره زياته شوې۔ د يادونې وړ ده د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس په مارچ كښئ په نړيواله كچه د ډز بندۍ اپيل كړے ٶ دغسې چې نړۍ د كرونا وباء مقابله وكړې شي۔

مزید خبریں