له كال 2017 راهیسې په افغانستان کښې په هوایی بريدونو کښې د وژل شویو ملکي وګړو شمیره 330فيصده زياته شوې ده۔ د امريكائي پوهنتون رپورټ

نیویارک 8 دسمبر (اے پي پي) د امريكا براؤن پوهنتون كوسټس آف وار پراجېكټ تحقيق كښې انكشاف شوے دے چې له كال 2017 راهیسې په افغانستان کښې په هوایی بريدونو كښې د وژل شویو ملکي وګړو شمیره 330فيصده زياتوالې شوې دې۔ دا زیاتوالی په نورو هیوادونو کښې د امريكا د سرتېرو پاتې كولو كښې د نرمۍ نتيجه ده۔ د برېتانیې خبري اژانس د وېنا له مخې د براون پوهنتون د …

نیویارک 8 دسمبر (اے پي پي) د امريكا براؤن پوهنتون كوسټس آف وار پراجېكټ تحقيق كښې انكشاف شوے دے چې له كال 2017 راهیسې په افغانستان کښې په هوایی بريدونو كښې د وژل شویو ملکي وګړو شمیره 330فيصده زياتوالې شوې دې۔ دا زیاتوالی په نورو هیوادونو کښې د امريكا د سرتېرو پاتې كولو كښې د نرمۍ نتيجه ده۔ د برېتانیې خبري اژانس د وېنا له مخې د براون پوهنتون د كوسټس آف وار پراجېكټ څېړنكارو وئيلي چې په هوایی بریدونو كښې زیاتوالې جزوي وو ولې چې په افغانستان كښې د امريكا يو شمېر عسكر خو موجود دي ولې امن لوظنامې له د امريكائي پوځ شتون ضروري دے۔ د تحقيق له مخې يوازې تېر كال 2019ﺀ كښې 700 افغان وګړي وژلې شوي دي۔ دغسې د تحقيق له مخې د روان كال په اولنو 6 مياشتو كښې د افغان پوځ په هوائي بريدونو كښې 86 وګړي مړه او 103 ژوبل شوي دي۔ د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې كال 2005ﺀ نه تر 2019 نزدې 26025 كوچنيان مړه يا ژوبل شوي دي۔

مزید خبریں