واشنګټن 07 دسمبر (اے پی پی) په امریكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو كسانو شميره د يو كروړ 51 لكو څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه د 2 لكه 88 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امریكائي ميډيا له مخې په هېواد كښې كورونا وائرس رنځورانو شميره 15159529 ته رسيدلې ده۔ د امریكې د روغتيا محكمې له …
په امریكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د 2 لكه 88 زرو څخه زيات مړه شوي

مزید خبریں
واشنګټن 07 دسمبر (اے پی پی) په امریكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو كسانو شميره د يو كروړ 51 لكو څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه د 2 لكه 88 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امریكائي ميډيا له مخې په هېواد كښې كورونا وائرس رنځورانو شميره 15159529 ته رسيدلې ده۔ د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هېواد كښې كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 6015030 ده دغسې د دې وائرس له امله تر اوسه 288906 كسان مړه شوي دي۔ په امریكا كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره پرله پسې زياتيږي۔ د چارواكو له مخې هېواد كښې تر اوسه كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 8855593 كسان ښه شوي دي۔ په ټوله نړۍ كښې امریكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپل شوے هېواد دے۔










