په افغانستان كښې د اسټراليا د ځواكونو د لاسه د غېر وسله والو كسانو د وژنې رپورټ د تكليف وړ دے. سكاټ موريسن

كېنبرا 22 نومبر (اے پی پی) د اسټراليا وزيراعظم سكاټ موريسن وئيلي دي چې په افغانستان كښې د اسټراليا د ځواكونو د لاسه د غېر وسله والو كسانو د وژنې رپورټ د تكليف وړ دے. د اسټراليا د ځانګړو ځواكونو په اړه دا تحقيقاتي رپورټ د زيارت په ورځ راغلې. په دې رپورټ كښې په افغانستان كښې د كال 2005م نه تر كال 2016م د خلاف ورزو تفصيلات شامل دي. د دې رپورټ په اړه د اسټراليا وزيراعظم سكاټ موريسن وائي چې دا ډېر يرونكې، د پرېشانې او تكليف وړ رپورټ دے. ده ووئيل چې اسټراليا د خپلو ځواكونو د تاريخ ذكر په فخر كوي خو د اوسني رپورټ نه پس د افسوس اوا شرمندګې څرګندونه شوې.