ماسكو 21 نومبر (اے پي پي) د روسيې په جمهوريه سخا كښې د سېني ټائزر په څښكلو 7 كسان مړه شوي دي. د خبر له مخې دا پېښه د ناتنسكي ضلعې په ختيځه سيمه كښې رامېنځ ته شوې. د ځائي انتظاميې له مخې د سېني ټائزر څښكلو په وجه 9 كسان په روغتون كښې داخل كړې شوي وو چې پكښې 7 كسان مړه شوي دي. د كېمياوي تجٍزئې څخه معلومه شوې چې په دې سېني ټائزر كښې 69 فيصده ميتهانول ګډ كړې شوي وو.