بغداد 20 فروری (اے پی پی) د امریکې د دفاع وزير جیمز مېټس د ګل پھ ورځ عراق ته په ناڅاپي دوره عراق ته رسېدلې دے ۔ د امریکې غږ له مخې دفاع وزير تيره مياشت د خپلې چوكۍ سنبھالولو نه پس په وړمبي ځل عراق ته تللې ۔ د دې تږ مقصد د عراق ځواكونو سره د شدت خوښې پسند تنظیم داعش په ضد د روانو هلو ځلو جاج …
د امریکې دفاع وزير په ناڅاپي دوره عراق ته لاړ

مزید خبریں
بغداد 20 فروری (اے پی پی) د امریکې د دفاع وزير جیمز مېټس د ګل پھ ورځ عراق ته په ناڅاپي دوره عراق ته رسېدلې دے ۔ د امریکې غږ له مخې دفاع وزير تيره مياشت د خپلې چوكۍ سنبھالولو نه پس په وړمبي ځل عراق ته تللې ۔ د دې تږ مقصد د عراق ځواكونو سره د شدت خوښې پسند تنظیم داعش په ضد د روانو هلو ځلو جاج اخستل دي او په دې اړه په تګلار د خيالاتو څرګندونه كول دي۔ د امریکې دفاع وزير څخه خبريالانو پوښتنه كړې چې د دې دورې مقصد چرته د عراق په تیلو خبره كول نه دي ، په ځواب كښې میټس پوښتنه رد كولو سره ووئيل دلته موجود مونږ ټول او امریکائې وګړي عموماً د تیلو او ګاز روپۍ وركوي او سباؤن كښې به هم داسې كېږي۔ ده ووئيل مونږ په عراق كښې د چا په تيلو قبضه نه كوو۔ دا خبره دې ياده وي چې دا دوره پھ يو داسې وخت كښې كېږي كله چې د عراق ځواكونو تيره مياست د موصل ختيزه برخه د داعش څخه خلاصه كړې او دې نه پس د لويديزې برخې قبضه كولو له کارروائی پيل كوي۔











