واشنګټن 12 فروری (اے پی پی) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر فیډریکا موګرینی امریکې له د اروپائي ائتلاف په كورنيو چارو كښې په مداخلت خبردارې وركړے۔ واشنګټن كښې د امريكې ځينو چارواكو سره ملاقات نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې فیډریکا موګرینی ووئيل اروپائي ائتلاف د امريكې په چارو كښې مداخلت نه كوي او دا هيله لري چې امریکا به هم زمونږ په چارو مداخلت ونه …
امریکا دې د اروپائي ائتالف په چارو كښې مداخلت نه كوي۔ موګرینی

مزید خبریں
واشنګټن 12 فروری (اے پی پی) د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر فیډریکا موګرینی امریکې له د اروپائي ائتلاف په كورنيو چارو كښې په مداخلت خبردارې وركړے۔ واشنګټن كښې د امريكې ځينو چارواكو سره ملاقات نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې فیډریکا موګرینی ووئيل اروپائي ائتلاف د امريكې په چارو كښې مداخلت نه كوي او دا هيله لري چې امریکا به هم زمونږ په چارو مداخلت ونه كړي۔ ده د برتانيې وزیراعظم د امريكې اوسنۍ دورې حواله وركولو سره ووئيل لندن به لږ نه لږ تر دوه كاله د اروپائي ائتلاف غړے وي او هغې ته د كوم هم دريم هېواد سره په دوه اړخيزه تجارتی لوظنامو د لاس ليك حق ترلاسه نه دے۔ دا خبره دې ياده وي چې د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د برتانيې وزیراعظم سره شريك خبري کنفرنس ته خطاب کښې وئيلي وو چې زه د اروپائي ائتلاف څخه د برتانيې جلا كيدو په حق كښې يم او د دې پريكړې به ښه نتيجې ترلاسه شي











