امېګرېشن بندېزونه – د جج پرېكړه مسخره ده۔ ټرمپ

واشنګټن۔ 05 فروری (اے پی پی) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د امېګرېشن بندېزونو په اړه د سیاټل يو وفاقي جج د فرورۍ په درېمه نېټه اورولې پرېكړه مسخره ګرځولې۔ د المان خپرونو ادارې ترمخه ټرمپ په ټوئټر پېغامونو كښې د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل دا د يو تش د نوم جج رائې ده چې د لارې ئې دې هېواد څه د قانون نافذ كولو حق په زور …

واشنګټن۔ 05 فروری (اے پی پی) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د امېګرېشن بندېزونو په اړه د سیاټل يو وفاقي جج د فرورۍ په درېمه نېټه اورولې پرېكړه مسخره ګرځولې۔ د المان خپرونو ادارې ترمخه ټرمپ په ټوئټر پېغامونو كښې د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل دا د يو تش د نوم جج رائې ده چې د لارې ئې دې هېواد څه د قانون نافذ كولو حق په زور اخستلې شوې۔ دا يوه ملنډه شوې او دا به د اعلی عدالت د لارې منسوخ كړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې پرېكړې څخه وروستو د سپينې ماڼۍ لخوا وئيلي شوي وو چې د امريكې د انصاف څانګه به ددې عدالتي پېښې په ضد اپيل كوي۔