تهران 30 جنوری (اے پی پی) ایران وئيلي دي چې زمونږ پالیسی د افغان حکومت حمایت او افغانستان كښې د امن لپاره مرسته كول دي۔ د ایران خبر رسنې ادارې له مخې د ایران خارجه وزير محمد جواد ظریف تهران كښې د افغان چارو په اړه د ملګرو ملتونو خاص استازي تادا میچی یاما موتو سره ملاقات كښې ووئيل ایران افغانستان كښې امن لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د ټولو …
افغانستان كښې امن او استحکام غواړو، د ایران خارجه وزير

مزید خبریں
تهران 30 جنوری (اے پی پی) ایران وئيلي دي چې زمونږ پالیسی د افغان حکومت حمایت او افغانستان كښې د امن لپاره مرسته كول دي۔ د ایران خبر رسنې ادارې له مخې د ایران خارجه وزير محمد جواد ظریف تهران كښې د افغان چارو په اړه د ملګرو ملتونو خاص استازي تادا میچی یاما موتو سره ملاقات كښې ووئيل ایران افغانستان كښې امن لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د ټولو ګامونو ملاتړ كوي ۔ ده ووئيل ایران افغانستان كښې امن او استحکام غواړي او مونږ هلته امن او استحكام له ټولو څانګو كښې د ملګرو ملتونو سره مرستې له چمتو يو۔ د ملګرو ملتونو خاص استازي هم د ملاقات په مهال د افغانستان په اړه د ایران اقدامات تعمیری ګرځولو سره د افغان حکومت لپاره د ایران د ملاتړ ستائنه وكړه











