اسلام آباد 27جنوری (اے پی پی)د طلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې پاكستان ايران سره كلتوري پلاويو او د وګړو سره رابطې زياتولو پشمول مذهبي او كلتوري اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لري٬پھ پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنردوست د جمعې پھ ورځ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره وليدل۔په دې موقع دې ووئيل چې كلتوري رابطو زياتولو له به د …
پاكستان ايران سره كلتوري پلاويو او د وګړو سره رابطې زياتولو پشمول مذهبي او كلتوري اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لري
اسلام آباد 27جنوری (اے پی پی)د طلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې پاكستان ايران سره كلتوري پلاويو او د وګړو سره رابطې زياتولو پشمول مذهبي او كلتوري اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لري٬پھ پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنردوست د جمعې پھ ورځ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره وليدل۔په دې موقع دې ووئيل چې كلتوري رابطو زياتولو له به د ايران حكومت د اړخه د پورته كړې شويو ګامونو هركلې كولې شي۔دې ووئيل بايد دواړه هېوادونه خپل اولس د يو بل كلتور څخه معرفي كولو له اقدامات وكړي۔دوهمې وزيرې ووئيل پاكستان ايران سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او ايران خپل نزدې ملګرې او ګاونډي ګڼي۔دې ووئيل د پاكستان او ايران ترمينځه د مېډيا رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔دې ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې خوښې په چارو اتفاق پیدا كولو په اړه هم مېډيا كردار ترسره كولې شي۔د ملاقات پھ مهال د مېډيا٬انفارمېشن او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔دې ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ښه والي له د پاكستان او ايران دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو ته اړتيا ده۔په دې موقع د ايران سفير د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې له د ايران دورې بلنه وركړه كومه چې هغې قبوله كړه











