افغانستان٬ امنيتي ځواكونو د 36 داعش عسكريت خوښو د وژلو ادعا

کابل 26 جنوري(اے پي پي)د افغانستان امنيتي ځواكونو په بېلا بېلو كاروائيو كښې د 36 داعش عسكريت خوښو د وژلو ادعا كړې ده ۔ كابل كښې د دفاع وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په سوئيلي زابل ولايت كښې د بېلا بېلو كاروائيو په مهال د داعش 36 ترهه ګر وژلي شوې او په دې كاروائيو كښې د 20 عسكريت خوښو د …

کابل 26 جنوري(اے پي پي)د افغانستان امنيتي ځواكونو په بېلا بېلو كاروائيو كښې د 36 داعش عسكريت خوښو د وژلو ادعا كړې ده ۔ كابل كښې د دفاع وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په سوئيلي زابل ولايت كښې د بېلا بېلو كاروائيو په مهال د داعش 36 ترهه ګر وژلي شوې او په دې كاروائيو كښې د 20 عسكريت خوښو د ژوبل كېدو هم اطلاع ترلاسه شوې۔ دا عمليات په خاك افغان او شېلام روئے ولسواليو كښې شوي۔ بلخوا د دفاع وزارت وئيلي دي په ارغنداب ولسوالۍ كښې د كاروائۍ په مهال يو عسكريت خوښې وژلې شوې او په لويه كچه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه كولو ادعا هم شوې ده