بیجنګ 24 جنوری (اے پی پی) د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا خپل وړومبني خطاب كښې د امریکې نعره وهلو نه پس يو چینائي سفارت کار ووئيل چین د نړيوال قیادت ذمه واري سنبھالولې شي خو د دې خواهش نه لري۔ د المان ميډيا له مخې د چین د خارجه وزارت انټرنېشنل اکنامك ډیپارټمنټ ډائریکټر جنرل ژینګ جن دا خبره غیر ملکی ميډيا ته د بریفنګ په مهال كړي۔ …
چین د مخ پھ وړاندې تږ هڅه نه كوي،نړيوال قیادت پخپله خپل ځان وروستو كړے ، د چین خارجه وزارت

مزید خبریں
بیجنګ 24 جنوری (اے پی پی) د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا خپل وړومبني خطاب كښې د امریکې نعره وهلو نه پس يو چینائي سفارت کار ووئيل چین د نړيوال قیادت ذمه واري سنبھالولې شي خو د دې خواهش نه لري۔ د المان ميډيا له مخې د چین د خارجه وزارت انټرنېشنل اکنامك ډیپارټمنټ ډائریکټر جنرل ژینګ جن دا خبره غیر ملکی ميډيا ته د بریفنګ په مهال كړي۔ ده ووئيل چین د نړيوال قیادت كولو هيڅ اراده نه لري۔ ده ووئيل كه څوك وائي چې چین پھ نړۍ كښې ښه کردار ترسره كوي نو زه وايم چین د مخ په وړاندې تږ هڅه نه كوي بلکې نړيوال قیادت کونكو خپل ځان پخپله شاته پاتې كړې او هغه ځائې د چین لپاره خالي دے۔ ډائریکټر جنرل ووئيل كه چين له د نړيوال قيادت کردار ترسره كولو ته حاجت پېښ شو نو چین به دا ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ ژینګ جن له مخې چین د نړۍ دويم لوئ معیشت دے او خپل معاشی پرمختګ له په نور هېوادونو انحصار کوي۔ده ووئيل مونږ ټرمپ څخه اوريدلې چې امریکا به د څلور فیصده معاشی نمو هدف ترلاسه كوي او مونږ په دې خوشحاله يو۔ ده ووئيل ټرمپ دا هم وئيلي چې كه ټرمپ تجارتی جنګونو كښې بوښت شو نو بيا د معاشی نمو دا هدف ترلاسه كول به ګران شي











