اسلام آباد ۔ 23 جنوری(اے پی پی ) د پاكستان او بنګله دېش كرېكټ لوبډلو ترمينځھ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچې نن د جمعې په ورځ قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔ د بنګله دېش لوبډله پاكستان ته رارسېدلې ده۔ مېچ به د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې دوه بجې پېل كېږي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري به بابراعظم او د بنګله دېشي لوبډلې به محمود الله كوي۔ د سټېډيم چارچاپېره د امنيت فول پروف انتظامات شوي دي۔ پاكستان دې سيريز لپاره وړاندې نه د 15 كسيزه قومي سكواډ اعلان كړې دې۔ بابر اعظم د لوبډلې سرلوبغاړې دې او په نورو لوبغاړو كښې احسان علی، عماد بټ، حارث رؤف، افتخار احمد، عماد وسیم ، خوشدل شاہ، محمد حفیظ، محمد حسنین، محمد رضوان( وکټ کیپر)، شاهین شاہ آفریدی، شعېب ملک او عثمان قادر شامل دے۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز دوهم ټي ټونټي مېچ به د روانې مياشتې په 25 مه او دريم او وروستې مېچ به په 27 مه نېټه كولې شي۔ پاكستانۍ لوبډله لاهور كښې ده چرته چې هغه سيريز لپاره خپلې تيارۍ كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئی سی سی) د پاکستان او بنګله دېش ترمينځھ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز له رنجن مدوګالے مېچ رېفري غوره كړې دې۔ احسن رضا او شوزب رضا به د امپائرنګ خذمات ترسره كوي۔ احمد شهاب تھرډ او طارق رشيد فورت امپائر ټاكلې شوې دې