انقرہ 16 دسمبر (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د اتوار په ورځ د امريكې په استعمال كښې د دوه پوځي اډو بندولو دړكه وركړېده او د دې نه پس واشنګټن په انقره د روسيې ساخت وسلې په اخستلو د بنديز خبردار جاري كولو سره وئيلي دي چې كه حاجت رامخې ته شي نو مونږ انجرلېك او كوريجك هم بندولې شو۔ د تركيه اولس مشر نجي …
رجب طيب اردوان د امريكې په استعمال كښې د دوه پوځي اډو بندولو دړكه وركړه

مزید خبریں
انقرہ 16 دسمبر (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د اتوار په ورځ د امريكې په استعمال كښې د دوه پوځي اډو بندولو دړكه وركړېده او د دې نه پس واشنګټن په انقره د روسيې ساخت وسلې په اخستلو د بنديز خبردار جاري كولو سره وئيلي دي چې كه حاجت رامخې ته شي نو مونږ انجرلېك او كوريجك هم بندولې شو۔ د تركيه اولس مشر نجي ټي وي سره په خبرو كښې ووئيل دا دواړه پوځي اډې د سوريې پولې سره نزدې دي په تېر وخت كښې هم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړي ګړي په مهال تركيه اولس مشر د ياد شويو اډو بندولو عنديه وركړې وه۔ د امريكې فضائيه سوريه كښې د داعش په ضد بريدونو لپاره انجيرلېك كښې د ائير بېس په توګه كاروي او په كوريجك اډه كښې د ناټو رېډار سټېشن لګولې شوې دې










