نيويارك 14 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وئيلي دي چې د يمن په كورنۍ جګړه كښې سږ كال 4 لكه وګړي بې كوره شوي دي. د ادارې لخوا په جاري شوي يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې په يمن كښې د روان كال د پېل كېدو نه تر اوسه 3 لكه 93 زره وګړي په كډه كولو مجبور شوي دي. په راپور كښې وئيلي شوي دي چې د كډوالو شمېره مخ په زياتېدو ده. له بلې خوا كډوالو سره د نړيوالې ټولنې لخوا ښه مرسته هم نه كېږي.