سانتياګو 23 اکتوبر (اے پي پي) د لاطيني امريكې په چلي هېواد كښې حكومت د څو ورځو نه د روانو سختو مظاهرو نه پس د هېواد غريبانانو لپاره د معاشي اصلاحاتو د پېكج اعلان كړے۔ په سانتياګو كښې په صدارتي ماڼې كښې اولس مشر سيباستيان پنيرا د پنشن زياتولو٬ د داروګانو د بيعو ټيټولو او په مالدارو د نور ټېكس لګولو اعلان كړے۔ په خپله وېنا كښې اولس مشر ووئيل …
په چلي كښې د سختو مظاهرو نه پس د اصلاحاتو اعلان وكړې شو

مزید خبریں
سانتياګو 23 اکتوبر (اے پي پي) د لاطيني امريكې په چلي هېواد كښې حكومت د څو ورځو نه د روانو سختو مظاهرو نه پس د هېواد غريبانانو لپاره د معاشي اصلاحاتو د پېكج اعلان كړے۔ په سانتياګو كښې په صدارتي ماڼې كښې اولس مشر سيباستيان پنيرا د پنشن زياتولو٬ د داروګانو د بيعو ټيټولو او په مالدارو د نور ټېكس لګولو اعلان كړے۔ په خپله وېنا كښې اولس مشر ووئيل دا اقدامات د اولس د جائزو غوښتنو تر سره كولو هڅه ده۔ په چلي كښې د تېرو پنځو ورځو په مهال د مظاهرو په مهال 15 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي










