كابل 10 جنوري (اے پي پي) په افغانستان كښې د تشدد په پېښو كښې د څلور امنيتي اهلكارو پشمول 10 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د افغانستان ځايې مېډيا له مخې تېره ورځ د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ كښې طالبانو په يوه امنيتي چېك پوسته بريد وكړو او په نتيجه كښې يې د يو عسكر پشمول 4 امنيتي اهلكار مړه او ګڼ شمېر ژوبل شول۔د پېښې نه پس …
په افغانستان كښې د تشدد په پېښو كښې د څلور امنيتي اهلكارو پشمول 10 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي

مزید خبریں
كابل 10 جنوري (اے پي پي) په افغانستان كښې د تشدد په پېښو كښې د څلور امنيتي اهلكارو پشمول 10 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د افغانستان ځايې مېډيا له مخې تېره ورځ د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ كښې طالبانو په يوه امنيتي چېك پوسته بريد وكړو او په نتيجه كښې يې د يو عسكر پشمول 4 امنيتي اهلكار مړه او ګڼ شمېر ژوبل شول۔د پېښې نه پس د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمينځه سختې ډزې وشوې۔په بدخشان ولايت كښې په يوه نښته كښې 6 جنګيالي مړه او 12 ژوبل شوي۔د چارواكو له مخې د ولايت په بېلا بېلو سيمو كښې د جنګيالو په ضد عمليات روان دي۔افغان چارواكو وئېلي دي چې د بغلان ولايت 17 كلي د جنګيالو څخه پاك كړې شوي دي











