نیویارک ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) يو وارې بيا په هند زور راوړې چې هغه دې د مقبوضه كشمير محاصره په سمدستي توګه ختمه او نيولې شوي كسان خوشې كړي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د كشمير په اړه د اسلامي مرستې تنظيم رابطه ډلې خصوصي غونډه وشوه۔ غونډه كښې د مقبوضه كشمير …
هند دې د مقبوضه كشمير محاصره په سمدستي توګه ختمه او نيولې شوي كسان خوشې كړي۔ د او آئي سي غوښتنه

مزید خبریں
نیویارک ۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) يو وارې بيا په هند زور راوړې چې هغه دې د مقبوضه كشمير محاصره په سمدستي توګه ختمه او نيولې شوي كسان خوشې كړي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د كشمير په اړه د اسلامي مرستې تنظيم رابطه ډلې خصوصي غونډه وشوه۔ غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه او دغلته د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو په روانو سختو خلاف ورزيو سخته اندېښنه ښكاره كړې شوه۔ غونډې څخه وروستو د ګډې اعلاميه كښې هند څخه د مقبوضه كشمير محاصره په سمدستي توګه پورته كولو ٬ د ټولو نيولې شويو وګړو خوشي كولو او د كشمير خصوصي حېثيت ختمولو هندي ګام په ضد په سولييز ډول د احتجاج كوؤنكو په ضد د طاقت كارول بندولو غوښتنه وكړې شوه۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي چې د كشميريانو شناخت او د جموں وكشمير جغرافيائي حېثيت په بدلولو او آئي سي سخت تشويش سره مخ ده۔ اعلاميه كښې په هند زور راوړلې شو چې هغه دې او آئي سي او د ملګرو ملتونو ډلو ته مقبوضه سيمې ته د تلو اجازه وركړي دغسې چې دوئي د بشري حقونو د صورتحال جاج واخستې شي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي چې جموں وكشمير د پاكستان او هند ترمينځھ يوه بنيادي شخړه ده او سوئيلي آسيا كښې تل پاتې امن او سلامتيا له د دې حل ضروري دې۔











