اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود طلال چوهدري وئيلي دي تحريك انصاف په پانامه ليكس كېس كښې غېر مصدقه دستاوېزات جمع كړي دي٬ د كال 2006م نه وړاندې د فلېټونو ملكيت د شريف كورنۍ له نه تور لګوونكو له ثابتول دي٬ تحريك انصاف د وزيراعظم محمد نواز شريف نامه پانامه كېس سره د تړلو لپاره عدالت كښې دروغ وئيلي خو تر نن ئې …
تحريك انصاف پانامه ليكس كېس كښې غېر مصدقه دستاوېزات جمع كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود طلال چوهدري وئيلي دي تحريك انصاف په پانامه ليكس كېس كښې غېر مصدقه دستاوېزات جمع كړي دي٬ د كال 2006م نه وړاندې د فلېټونو ملكيت د شريف كورنۍ له نه تور لګوونكو له ثابتول دي٬ تحريك انصاف د وزيراعظم محمد نواز شريف نامه پانامه كېس سره د تړلو لپاره عدالت كښې دروغ وئيلي خو تر نن ئې د مريم نواز د محمد نواز شريف په كفالت كښې د پاتنې كېدو ادعا ثابته نه كړې شوه۔ د جمعې په ورځ د پانامه كېس اورېدنې نه پس د سترمې محكمې بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل دا كېس ډېر ساده دے٬ تحريك انصاف څلور پوښتنې كړې چې پكښې وئېلې شوي 1990 كښې د شريفې كورنۍ ملكيت ٬ ټولې زمكې د مني لانډرنګ د لارې اخستې شوې٬ مريم نواز د نواز شريف په پالنه كښې او د مريم نواز د ټولو زمكو بېني فېشر كېدل شامل دي۔ ده ووئيل نيم كېس د پي ټي آئي وكيلان هوار كړو چې پكښې مونږ ته د دلائلو وركولو حاجت پاتې نشو٬ ده ووئېل وكيلانو تر اوسه هېڅ نه دي ثابت كړې٬ د مريم نواز د پالنې ثبوت هم نه دې وړاندې كړې شوې٬ هر څوك په دې پوهېږي چې د مريم نواز واده شوې او ھغه ټېكس وركونكې ده










