اسلام آباد 05 جنوري(اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي چې د تجارت په وده كښې د وړلو راوړلو تندوالې اهميت لري٬ پاكستان سوئيلي آسيا كښې د تجارت آسانيو لوظنامه توثيق كوٶنكې وړومبې هېواد دے٬ پاكستان به د لوظنامې د بي او سي كېټېګري پقحله اعلان ډېر زر وكړي٬ د تجارتي آسانۍ لوظنامې عملي كېدو سره تجارتي لګښت 14.5 فيصده كمېدې شي۔ ده دا …
پاكستان سوئيلي آسيا كښې د تجارت آسانيو لوظنامه توثيق كوٶنكې وړومبې هېواد دے

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري(اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي چې د تجارت په وده كښې د وړلو راوړلو تندوالې اهميت لري٬ پاكستان سوئيلي آسيا كښې د تجارت آسانيو لوظنامه توثيق كوٶنكې وړومبې هېواد دے٬ پاكستان به د لوظنامې د بي او سي كېټېګري پقحله اعلان ډېر زر وكړي٬ د تجارتي آسانۍ لوظنامې عملي كېدو سره تجارتي لګښت 14.5 فيصده كمېدې شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د نېشنل ورکشاپ پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړې۔د وركشاپ سرخط د نړيوال تجارتي تنظيم د تجارتي آسانيو په اړه لوظنامه عملي كول و۔ د وركشاپ اهتمام د تجارت وزارت د يو اېس اېډ ټرېننګ فار پاكستان پراجېكټ كړې۔ د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره وفاقي وزير ووئيل د تنظيم تجارتي آسانيو پحقله لوظنامې سره په سرحدي طريقه كار كښې تندوالې او سپېځلتيا كښې ښه والې رامخې ته شوې۔ خرم دستګیر زياته كړه چې پاكستان سوئيلي آسيا كښې د تجارت آسانيو لوظنامه توثيق كوٶنكې وړومبې هېواد دے٬ پاكستان به د لوظنامې د بي او سي كېټېګري پحقله اعلان ډېر زر وكړي٬ د تجارتي آسانۍ لوظنامې عملي كېدو سره تجارتي لګښت 14.5 فيصده كمېدې شي۔ده ووئيل د لوظنامې 108 هېوادونه توثيق كړې او د 103 توثيق كولو سره به لوظنامه عملي شي۔ د تجارت وفاقي وزير د وركشاپ پرانسته وكړه او په ضروي ملاټر ئې د نړيوال تجارتي نتظيم ٬ يو اېن سي ټي اے ډي ٬ آئي ټي سي او يو اېس اېډ مننه وكړه۔










