ناساؤ ۔ 12 ستمبر (اے پي پي) بهاماس كښې د سمندري طوفان ډوريان راتللو 11 ورځو وروستو هم نزدې 2500 كسان بې دركه دي۔ د بهاماس حکومت له مخې د دې بې دركه كسانو د فهرست موازانه به اوس د هغه كسانو فهرست سره كولې شي كوم چې په بېړني حالت كښې محفوظو ځايونو ته رسولې شوي وو۔ د ستمبر په اولنۍ نېټه د ډوريان سمندري طوفان د ساعت په …
بهاماس كښې سمندري طوفان – 2500 كسان بې دركه

مزید خبریں
ناساؤ ۔ 12 ستمبر (اے پي پي) بهاماس كښې د سمندري طوفان ډوريان راتللو 11 ورځو وروستو هم نزدې 2500 كسان بې دركه دي۔ د بهاماس حکومت له مخې د دې بې دركه كسانو د فهرست موازانه به اوس د هغه كسانو فهرست سره كولې شي كوم چې په بېړني حالت كښې محفوظو ځايونو ته رسولې شوي وو۔ د ستمبر په اولنۍ نېټه د ډوريان سمندري طوفان د ساعت په سر د درې سوه كلوميټر رفتار سره چلېدونكو هواګانو تباهي خپره كړې وه۔ د کېريبين ايالتونو قطبي سيمه كښې پروت بهاماس كښې تر دې دمه د 50 كسانو د مړه كېدو تصديق شوے دے









