ماسكو 03 ستمبر (اے پی پی)روسيې وئېلي دي امريكې سره دوه اړخيزه تجارت كښې زياتوالې روان دے ٬سږ كال وړومبنو 6 مياشتو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 13.8 اربه ډالرو ته رسېدلې دے ٬د امريكې كاروباري ادارو د بندېزونو باوجود د روسيې پھ ماركيټ كښې خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه په امريكا كښې د روسې سفير اناتولي انتونوف په يوه مركه كښې كړې۔اناتولي انتونوف وئېلي دي …
پھ امريكا كښې د روسې سفير اناتولي انتونوف مركه

مزید خبریں
ماسكو 03 ستمبر (اے پی پی)روسيې وئېلي دي امريكې سره دوه اړخيزه تجارت كښې زياتوالې روان دے ٬سږ كال وړومبنو 6 مياشتو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 13.8 اربه ډالرو ته رسېدلې دے ٬د امريكې كاروباري ادارو د بندېزونو باوجود د روسيې پھ ماركيټ كښې خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه په امريكا كښې د روسې سفير اناتولي انتونوف په يوه مركه كښې كړې۔اناتولي انتونوف وئېلي دي د روسيې او امريكې دوه اړخيزه تجارت 2018 په مهال 13 فيصده زياتېدو سره 27.5 اربه ډالرو ته رسېدلې كوم چې د كال 2017 شريك تجارت حجم(24 ارب ډالره)څخه زيات دے۔ده ووئيل د روان كال جنورۍ نه د جون په مهال د دواړو هېوادونو شريك تجارت 13.8 اربه ډالره پاتې شوې كومه چې ښه والي پلو اشاره ده۔ده ووئيل امريكا په روس د لګولې شوو بندېزونو باوجود د امريكې كاروباري ادارې د روسيې په ماركيټ كښې خوښي لري٬د دې نه علاوه روسيه د امريكې وګړو لپاره زړه راښكونكې ځايې جوړوي د كوم مثال چې د كال 2018 نړيوال فټ بال جام دے









