لندن 02 ستمبر(اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې د تېرو دريو اونيو نه د زياتې مودې راهيسې د قيد او بند ماحول روان دے٬تاؤ تريخوالې بام ته رسېدلې او مواصلاتي نظام په ټپھ ولاړ دے٬تشدد سره په مخ كېدونكو كسانو كښې د پنځو كلونو ماشومانو نه واخله تر 72 كالو عمر كسان شامل دي٬د هندي حكومت ادعا د دې په ضد ده۔د برتانيې خبر رسنې ادارې بي بي سي …
د مقبوضه كشمير په صورتحال د بي بي سي راپور

مزید خبریں
لندن 02 ستمبر(اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې د تېرو دريو اونيو نه د زياتې مودې راهيسې د قيد او بند ماحول روان دے٬تاؤ تريخوالې بام ته رسېدلې او مواصلاتي نظام په ټپھ ولاړ دے٬تشدد سره په مخ كېدونكو كسانو كښې د پنځو كلونو ماشومانو نه واخله تر 72 كالو عمر كسان شامل دي٬د هندي حكومت ادعا د دې په ضد ده۔د برتانيې خبر رسنې ادارې بي بي سي د ګل په ورځ په خپل يو راپور كښې وئېلي دي د هندي حكومت له مخې په مقبوضه كشمير كښې حالات ښه دي او د كومې ناوړه پېښې اطلاع نشته خو دې سره سره د هند حكومت دا اعتراف هم كوي چې په ځينې ځايونو كښې د تشدد او نښتو پیښې رامينځ ته كېږي خو پكښې د ژوبل شوو د شمېرې ذكر نه كېږي٬د بي بي سي استازي په مقبوضه كشمير ګښې تشدد سره مخ شوو كسانو سره ملاقات كړی او معلومه شوې چې تشدد سره په مخ كېدونكو كسانو كښې د پنځو كلونو ماشومانو نه واخله تر 72 كالو عمر لرونكي كسان شامل دي۔د راپور له مخې په دې كښې ځينې خلق د فيلټ ګنز په چرو ژوبل شوي او ځينې خلكق په كاڼو لګېدلې كوم چې هندي ځواكونو په ليندو ويشتي وو۔په داسې ژوبل شوو كښې پنځه كلنه ماشومه منيفه نذير هم شامله ده كومه چې د پخواني سرينګر اوسېدونكې ده او د لويې اختر په ورځ خپل تره سره د قربانۍ غوښه وېشلو لپاره تللې وه چې دا پېښه رامينځ ته شوه۔د دې ماشومې تره فاروق ووئيل قرباني مې د اختر په وړومبۍ ورځ وكړه په ټولو خلقو مې تقسيم كړه مونږ ماښام شپږ نيمې بجې كور ته راغلو پھ هغې وخت كښې هندي ځواكونه په ځاې كولې شول۔ هغه ووئېل په دې وخت كښې د وروستو نه دوه پوځي ګاډي راروان وو٬هغوي په لينده د كاڼي ګزار وكړو چې پرې نيغه د ماشومې سترګه ولګېده۔هغه وخت خو نه د كاڼو ګزارونه وو او نه كومه مظاهره كېدله هغوي هم داسې ګزار وكړو۔ هغه ووئيل هندي سي آر پي اېف او د جمو كشمير پوليس ما سره رابطه وكړه او دا يې ومنله چې د دوي نه غلطي شوې ده









