جمو او كشمير دوه اړخيزه معامله نه بلكې په نړيواله كچه منل شوې تنازعه ده۔ د اسلامي مرستې تنظيم

جده 01ستمبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكرټرېټ كشمير د هند او پاكستان ترمېنځه د دوه اړخيزه معاملې كېدو د هند دعوٰي رد كړې او وئيلي ئې دي چې جمو او كشمير دوه اړخيزه معامله نه بلكې په نړيواله كچه منل شوې تنازعه ده۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د تنظيم لخوا په خپره شوې يوه خبر پاڼه كښې وئيلي شوي دي چې او آئي سي …

جده 01ستمبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكرټرېټ كشمير د هند او پاكستان ترمېنځه د دوه اړخيزه معاملې كېدو د هند دعوٰي رد كړې او وئيلي ئې دي چې جمو او كشمير دوه اړخيزه معامله نه بلكې په نړيواله كچه منل شوې تنازعه ده۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د تنظيم لخوا په خپره شوې يوه خبر پاڼه كښې وئيلي شوي دي چې او آئي سي د اګست د 5مې نېټې نه په مقبوضه كشمير كښې په صورتحال نظر ساتلې۔ او آئي سي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د دې مسئلې د حل كولو دريځ لري۔ سېكرټرېټ كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كړې او د كرفيو ختمولو٬ د مواصلاتي رابطو بحال كولو او د كشميري اولس د حقونو د احترام كولو غوښتنه ئې كړې۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې په سوئيلي اسيا كښې پرمختګ او امن لپاره د پاكستان او هند ترمېنځه د مذاكراتو بحالي ضروري ده۔

مزید خبریں