وزیر اعظم عمران خان به راروانه مياشت د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د مقبوضه كشمير سنګين صورتحال په ډاګه كړي۔ نړيوالې ورورولۍ له به د مقبوضه كشمير صورتحال په جدي توګه اخستل وي۔ كه د پاكستان د خپلواكۍ چېلنج كولو يا پاكستان د كوم خطر سره مخ كولو هڅه وكړې شوه نو خله ماتې ځواب به ئې كولې شي۔ امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد امريكائي ورځپاڼې وال سټريټ جنرل سره مركه

نیویارک ۔ 28 اګست (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان به راروانه مياشت د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د مقبوضه كشمير سنګين صورتحال په ډاګه كړي چرته چې د هندي كرېك ډاؤن په نتيجه كښې بشري بحران رامخې ته شوې دې۔ دا خبره امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد امريكائي ورځپاڼې وال سټريټ جنرل سره مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې خبرې زيات امكان دې چې …

نیویارک ۔ 28 اګست (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان به راروانه مياشت د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د مقبوضه كشمير سنګين صورتحال په ډاګه كړي چرته چې د هندي كرېك ډاؤن په نتيجه كښې بشري بحران رامخې ته شوې دې۔ دا خبره امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد امريكائي ورځپاڼې وال سټريټ جنرل سره مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې خبرې زيات امكان دې چې وزيراعظم عمران خان د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون له امريكا ته راشي او د لوړې كچې په عمومي ډيبېټ كښې برخه واخلي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د مقبوضه كشمير صورتحال په جدي توګه اخستل وي او څه چې په مقبوضه كشمير كښې روان دي په دې به ژور نظر ساتل وي ولې چې دا يو انساني چېلنج دې او بله دا چې دا امن او سلامتيا له يو خطر دې۔ ده ووئيل په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې كه د پاكستان د خپلواكۍ چېلنج كولو يا د پاكستان كوم خطر سره مخ كولو هڅه وكړې شوه نو خله ماتې ځواب به وركولې شي۔ وال سټریټ جرنل په دې اړه خپله تبصره كښې وئيلي دي چې پاكستان وړاندې نه نړيواله ورورولي خبر كړې ده چې د مقبوضه كشمير سنګين صورتحال د دوه اتومي طاقتونو ترمينځه د جنګ سبب جوړېدې شي۔ دغې ورځپاڼې زياته كړې ده چې هند د مقبوضه كشمير په اړه خپل اوسنې ګام د كوم ترمخه چې ئې د سوؤنو په شمېر كشميري سياسي لارښود ٬ سياسي كارمندان ٬ تجاران٬ طالبعلمان او استاذان نيولې يا خپل كورونو كښې ايسار كړې دي خپله داخله معامله ګرځوي ولې د بشري حقونو تحفظ له كاركوؤنكو ادارو د هند ددې ګامونو غندنه كړې ده او د مقبوضه كشمير په صورتحال غور له د ملګرو ملتونو خصوصي غونډه هم شوې ده۔

مزید خبریں