په امريكا كښې د ټوپك د ډزو په پېښو كښې بشري حقونه ډېر ځپلي شوي دي۔ د چين د بشري حقونو ډله

بيجنګ 25 اګست (اے پي پي) د چين د بشري حقونو ډلې وئيلي دي چې په امريكا كښې د ټوپك د ډزو په پېښو كښې بشري حقونه ډېر ځپلي شوي دي۔ د چين د بشري حقونو ډلې په دې لړ كښې يو مضمون خپور كړے چې پكښې په امريكا كښې سختې مسئلې په ګوته كړې شوې دي۔ په مضمون كښې وئيلي شوي دي چې په نړۍ كښې امريكا هغه يواځنې …

بيجنګ 25 اګست (اے پي پي) د چين د بشري حقونو ډلې وئيلي دي چې په امريكا كښې د ټوپك د ډزو په پېښو كښې بشري حقونه ډېر ځپلي شوي دي۔ د چين د بشري حقونو ډلې په دې لړ كښې يو مضمون خپور كړے چې پكښې په امريكا كښې سختې مسئلې په ګوته كړې شوې دي۔ په مضمون كښې وئيلي شوي دي چې په نړۍ كښې امريكا هغه يواځنې هېواد دے چرته چې خپل ذاتي ټوپك لرونكي خلق تر ټولو زيات دي۔ په مضمون كښې وئيلي شوي دي چې په كال 2018م كښې په دې هېواد كښې د ټوپك په ډزو كښې 14717 كسان م ړه او 28172 ژوبل شوي دي۔ د ډزو دا پېښې اولس لپاره سخت خطر ګرځېدلې دي او د امريكائي وګړو ژوند ئې ځپلې دے۔ دې پېښو سره په امريكا كښې د سلامتيا او تحفظ احساس هم كم شوے۔

مزید خبریں