سرينګر 24 اګست (اے پي پي) د مقبوضه كشمير په اسلام آباد ضلع كښې د هند د سېنټرل ريزرو پوليس فورس﴿سي آر پي اېف﴾ يو افسر ځان وژلې دے۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سي آر پي اېف د 40 بټالين اسسټنټ كمانډنټ 33 كلن اېم اروند د ضلعې په صدر سيمه كښې په خپل كور كښې په خپل سركاري ټوپك ځان وژلې دے۔ د هغه تعلق د …
په مقبوضه كشمير كښې د هند پېراملټري افسر ځان ووژلو

مزید خبریں
سرينګر 24 اګست (اے پي پي) د مقبوضه كشمير په اسلام آباد ضلع كښې د هند د سېنټرل ريزرو پوليس فورس﴿سي آر پي اېف﴾ يو افسر ځان وژلې دے۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سي آر پي اېف د 40 بټالين اسسټنټ كمانډنټ 33 كلن اېم اروند د ضلعې په صدر سيمه كښې په خپل كور كښې په خپل سركاري ټوپك ځان وژلې دے۔ د هغه تعلق د هند تامل ناډو ايالت سره و۔ د ځان وژنې دې تازه پېښې سره د جنورې كال 2007م نه په مقبوضه سيمه كښې د ځان وژونكو هندي عسكرو او پوليسو شمېره زياتېدو سره 440 ته رسېدلې۔









