بيجنګ 05 اګست (اے پي پي)چين د جمو كشمير په اوسني صورتحال د تشويش څرګندونې سره وئېلي دي د داسې كوم هم اقدام څخه ډډې كولو ته اړتيا ده چې ورسره په يو اړخيز بنيادونو سټېټس كښې بدلون راشي او تاؤ تريخوالې زيات شي٬دا خبره د چين د خارجه دفتر وياند هواچن يانګ د نهې پھ ورځ په بيجنګ كښې پرېس بريفنګ په مهال وكړه۔ده ووئيل بايد ډلې د داسې …
چين د مقبوضه كشمير په صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه ٬چينائي سيمې په لداخ كښې د ضم كولو هندي اقدام رد كوو

مزید خبریں
بيجنګ 05 اګست (اے پي پي)چين د جمو كشمير په اوسني صورتحال د تشويش څرګندونې سره وئېلي دي د داسې كوم هم اقدام څخه ډډې كولو ته اړتيا ده چې ورسره په يو اړخيز بنيادونو سټېټس كښې بدلون راشي او تاؤ تريخوالې زيات شي٬دا خبره د چين د خارجه دفتر وياند هواچن يانګ د نهې پھ ورځ په بيجنګ كښې پرېس بريفنګ په مهال وكړه۔ده ووئيل بايد ډلې د داسې كوم هم اقدام څخه ډډه وكړي چې په نتيجه كښې يې د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت بدلېږي ځكه چې دې سره په سټېټس كښې بدلون راځي او تاؤ تريخوالې هم زياتېږي۔وياند ووئيل چين د مقبوضه كشمير په صورتحال تشويش لري۔ده ووئيل په جمو او كشمير د چين مؤقف واضح دے٬په نړيواله توګه دې خبرې ته سلا يو چې د كشمير مسئله د هند او پاكستان ترمينځه يو شخړه ده٬بايد ډلې د زغم او د پوهې څرګندونه وكړي۔په مقبوضه كشمير كښې د پوځي او نيم پوځي ډلو تعيناتي او په كنټرول لائن د شيلنګ حواله وركولو سره ده ووئيل بايد ډلې د زغم او د پوهې څرګندونه وكړي او په خاص توګه د داسې كوم هم اقدام څخه ډډې كولو ته اړتيا ده چې ورسره په يو اړخيز بنيادونو سټېټس كښې بدلون راشي او تاؤ تريخوالې زيات شي۔وياند ووئيل چين عمر له د لوېديز چين په سيمو كښې د هندي مداخلت او هغه سيمې د هند انتظاميې جورسډكشن كښې د شاملولو مخالفت كړې۔ده ووئيل اوسنو كښې هند د چين سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ ته د زيان رسولو عزم كړی او دا تګلار د نه قبلولو وړ ده









