اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي چې پاکستان د خپلواكه ٬ انصاف او په برابرۍ آډانه د يو نړيوال نظام عزم لري۔ د جمعې په ورځ د 36م خاص سفارتي كورس (پي اېس پي آفيسر) او د 24م جونيئر ډپلومېټك كورس (فارن ډپلومېټس) ګرېجوېشن دستورې ته خپله وېنا كښې ده نړۍ څخه د بې وسې خاتمې او د …
پاکستان انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ سره مخ دے٬ حكومت د نېشنل اېكشن پلان او ضرب عضب عملياتو د لارې د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ خاتمې له ګامونه پورته كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي چې پاکستان د خپلواكه ٬ انصاف او په برابرۍ آډانه د يو نړيوال نظام عزم لري۔ د جمعې په ورځ د 36م خاص سفارتي كورس (پي اېس پي آفيسر) او د 24م جونيئر ډپلومېټك كورس (فارن ډپلومېټس) ګرېجوېشن دستورې ته خپله وېنا كښې ده نړۍ څخه د بې وسې خاتمې او د سماجي او اقتصادي پرمختګ له د پاكستان د عزم څرګندونه وكړه ۔ پاکستان ته د پېښو چېلنجونو ذكر كولو سره سرتاج عزيز ووئيل پاكستان د 20 كروړه اولس يو قوي قام دے څوك چې بشري او قدرتي وسيلې لري خو ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ سره مخ دے۔ ده ووئيل حكومت د نېشنل اېكشن پلان او ضرب عضب عملياتو د لارې د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ خاتمې له ګامونه پورته كړي۔ ده د پروفېشنل او ذمه وارنه سفارتكارۍ ودې له د فارن سروس اكېډمۍ كردار رامخې ته كړو۔ ده ووئيل د 21مې پېړۍ سفارتكاري تخليقي صلاحيتونه او د ښه روابطو تقاضا كوي او د دواړو كورسونو سفارتكارو څخه توقع ساتلے كېږي چې ھغوي به خپل دا صلاحيتونه مخ په وړاندې سره ښه نتيجې وركوي۔ ده پاسنګ آٶټ افسرانو ته مباركي وركولو سره ووئيل د يو مزل ختمېدل د بل مزل پېل وي ٬ مېرټ او سخت محنت سره د كار كولو تل ستائنه كېږي۔ سرتاج عزیز ووئيل د فارن سروس لس پروبشنر چارواكي به د 6 اوونيو تربيې له هالېنډ ته ځي چې مقصد ئې د ھغوي پوهه زياتول دي۔ فارن سروس اكېډمۍ تر اوسه 1200 خارجي سفيران تربيه كړي كوم چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د سفير په حېث وظيفه ترسره كوي۔ په دې موقع د فارن سروسز اكېډمۍ ډاېرېكټر جنرل افتخار عزیز د تربيې اهميت رامخې ته كولو سره كورس كښې د شامل افسرانو د شوق او جذبې ستائنه وكړه









