استنبول 06 اګست (اے پی پی) د تركيې اولس مشر ر رجب طیب اردوګان د استنبول په خوا كښې د يو نوې چرچ د بنیاد تيګه اېښودې ده ۔ د تركيې نشریاتی ادارې له مخې 1923ء كښې د تركیې جدید ریاست جوړيدو نه پس هلته په وړومبي ځل يو نوې چرچ جوړېږي۔ د استنبول سره نزدې یشئلكے كښې جوړيدونكې چرچ به په دوو كلونو كښې بشپړ شي۔ دې چرچ سره …
تركیه كښې د هېواد د وړومبي چرچ د بنیاد تيګه كېښودلې شوه

مزید خبریں
استنبول 06 اګست (اے پی پی) د تركيې اولس مشر ر رجب طیب اردوګان د استنبول په خوا كښې د يو نوې چرچ د بنیاد تيګه اېښودې ده ۔ د تركيې نشریاتی ادارې له مخې 1923ء كښې د تركیې جدید ریاست جوړيدو نه پس هلته په وړومبي ځل يو نوې چرچ جوړېږي۔ د استنبول سره نزدې یشئلكے كښې جوړيدونكې چرچ به په دوو كلونو كښې بشپړ شي۔ دې چرچ سره به د سوريې مسیحی كمیونټی 70 زره كسان استفادہ وكړي۔ د سورئيې عېسايانو ګڼ شمير وګري د ختيز مسیحی روایاتو مننونكې دي او په آرامی ژبه كښې عبادت كوي ٬ د دې چرچ د بنیاد تيګې اېښولو خاص دستورې ته خپل خطاب كښې د تركيې اولس مشر ووئيل مسیحی وګړي د دې سيمې پخواني اوسيدونكي دي او مونږ هڅې كوو چې حكومت د هېواد د ټولو اقلیتونو سره يو برابر سلوك وكړي









