د پاكستان اولس ته پیښو مسئلو لرې كولو لپاره د اوسني حكومت د هلو ځلو ګته ورې نتيجې رامخې ته شوي

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د پاكستان اولس ته پیښو مسئلو حل لپاره د اوسني حكومت هلو ځلو ګتورې نتيجې رامخې ته شوي دي٬د برېښنا لويو منصوبو سره سره د هېواد او په سيمه ايزو مواصلاتي منصوبو هم په تندۍ كار روان دے چې ورسره به د هېواد منظرنامه او مقدر يو دم بدل شي۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ د قامي …

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د پاكستان اولس ته پیښو مسئلو حل لپاره د اوسني حكومت هلو ځلو ګتورې نتيجې رامخې ته شوي دي٬د برېښنا لويو منصوبو سره سره د هېواد او په سيمه ايزو مواصلاتي منصوبو هم په تندۍ كار روان دے چې ورسره به د هېواد منظرنامه او مقدر يو دم بدل شي۔ده دا خبره د جمعې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ غړي چوهدري محمد طفيل سره د ملاقات په مهال وكړه۔وزيراعظم ووئيل د حكومت د پرمختيائي او خېرښېګړې سكيمونو مقصد د اولس سماجي او اقتصادي خېرښېګړه او پاكستان يو پرمختګ كړی او څوكاله هېواد جوړول دي چرته چې هر وګړي ته يو ډول آسانۍ او موقعې ترلاسه وي۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د اولس استازي دې خپلو سيمو كښې خلقو سره فعاله رابطه وساتي دغسې چې دوي اولس ته د پېښو مسئلو نه خبر وي او د دې حل لپاره ټول ضروري ګامونه پورته كړي۔چوهدري محمد طفيل د وزيراعظم نواز شريف د لارښودنې ستائنه كولو سره ووئيل كله چې حكومت اقتدار ترلاسه كړو نو يو شمېر چېلنجونه ورمخې ته وو ولې زمونږ مشرتابه په كاميابۍ سره د دې چېلنجونو مقابله كړې او په مسائلو يې قابو موندلې۔ده ووئيل اوسني حكومت ټول هېواد كښې د توان او سترو لارو لويې منصوبې پېل كړې ۔د قامي اسمبلۍ غړي ووئيل د هېواد د سلامتيا مجموعي وضعه كښې ښكاره ښه شوې او لوډشېډنګ هم كم شوې۔ده ووئيل د پاكستان اولس باور لري چې د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې به پاكستان په يو نوي او پرمختګ كړې هېواد بدل شي۔د ملاقات په مهال د پنجاب اعلٰی وزير سلاحكار چوهدري محمد ارشد جټ هم موجود ؤه۔