په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو نور 7 كشميري ځوانان شهيدان كړل

سرينګر 04 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په شمالي كشمير كښې په كپواړه ضلع كښې نور 7 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په سرينګر كښې د هندي پوځ وياند كرنل راجېش كاليا په يوه مركه كښې ووئيل چې دا ځوانان د كېرن په سيمه كښې شهيدان كړې شوي دي۔ له بلې …

سرينګر 04 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په شمالي كشمير كښې په كپواړه ضلع كښې نور 7 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په سرينګر كښې د هندي پوځ وياند كرنل راجېش كاليا په يوه مركه كښې ووئيل چې دا ځوانان د كېرن په سيمه كښې شهيدان كړې شوي دي۔ له بلې خوا په شوپيا كښې د يو كور د ډبرو لاندې دوه جسدونه موندل شوي دي او دې سره په عملياتو كښې د شهيد شويو كسانو شمېره 4 ته رسېدلې۔

مزید خبریں