سرينګر 03 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائيو كښې په بارهموله او شوپيا كښې نور درې كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د بارهموله په سوپور سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال شهيدان كړي دي۔ هندي ځواكونو د شوپيا په پنډوشن سيمه كښې يو بل ځوان هم د …
په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو نور درې كشميريان شهيدان كړل

مزید خبریں
سرينګر 03 اګست (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائيو كښې په بارهموله او شوپيا كښې نور درې كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دوه ځوانان د بارهموله په سوپور سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال شهيدان كړي دي۔ هندي ځواكونو د شوپيا په پنډوشن سيمه كښې يو بل ځوان هم د څلوېښت ساعتونو د اوږدې محاصرې او لټون د عملياتو نه پس شهيد كړے۔ هندي ځواكونو تېره ورځ هم په دې سيمه كښې يو ځوان شهيد كړے و۔ هندي ځواكونو د عملياتو په مهال يو شمېر كورونه هم تباه كړي دي۔









