نوې ډيلې 29 جولائي (اے پي پي) په هند كښې د جولائي تر 29مه نېټه د سېلاب په نتيجه كښې د 200 نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د هند په بېلا بېلو سيمو كښې د روانې مياشتې د نيمائي نه پرله پسې بارانونه روان دي او په بېلا بېلو سيمو كښې سېلابونو تباهي كړې۔ په دې سېلابونو كښې بهار ايالت تر ټولو زيات ځپل شوے …
په هند كښې د سېلاب په نتيجه كښې د 200 نه زيات كسان مړه شوي دي

مزید خبریں
نوې ډيلې 29 جولائي (اے پي پي) په هند كښې د جولائي تر 29مه نېټه د سېلاب په نتيجه كښې د 200 نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د هند په بېلا بېلو سيمو كښې د روانې مياشتې د نيمائي نه پرله پسې بارانونه روان دي او په بېلا بېلو سيمو كښې سېلابونو تباهي كړې۔ په دې سېلابونو كښې بهار ايالت تر ټولو زيات ځپل شوے چرته چې د 120 نه زيات كسان مړه شوي دي۔ په آسام ايالت كښې د مړو كسانو شمېره د 80 نه اوړېدلې او په مېزورام او اترپردېش ايالتونو كښې هم يو شمېر كسان مړه شوي دي۔ په اترپردېش كښې د ځپليو شمېره د 38 لكو نه زياته شوې او په بهار كښې 81 لكه خلق ځپلي شوي دي۔









