په هند كښې انتهاخوښو 15 كلن مسلمان د جے شري رام په نعره نه وهلو وسوځولو

اترپردېش 29 جولائي (اے پي پي) په هند كښې انتهاخوښو 15 كلن مسلمان هلك د جے شري رام په نعره نه وهلو سوځولې دے ۔ د نړيوالې مېډيا له مخې دا پېښه د اترپردېش ايالت په چاندلي ولسوالې كښې رامېنځ ته شوې۔ سوځولې شوي هلك پوليس ته ووئيل هغه د دودهري پل نه تېرېدو چې څلورو كسانو وتښتولو او هغه ته ئې ووئيل چې د جے شري رام نعره اوهه۔ …

اترپردېش 29 جولائي (اے پي پي) په هند كښې انتهاخوښو 15 كلن مسلمان هلك د جے شري رام په نعره نه وهلو سوځولې دے ۔ د نړيوالې مېډيا له مخې دا پېښه د اترپردېش ايالت په چاندلي ولسوالې كښې رامېنځ ته شوې۔ سوځولې شوي هلك پوليس ته ووئيل هغه د دودهري پل نه تېرېدو چې څلورو كسانو وتښتولو او هغه ته ئې ووئيل چې د جے شري رام نعره اوهه۔ په دې ده انكار هغو كسانو ما ته اور ورته كړو۔ د روغتون ذريعو له مخې د هلك 60 فيصده وجود سوځېدلې او حالت ئې اندېښمن دے۔

مزید خبریں