ماسكو 28 جولائي (اے پي پي) د روسيې په پلازمينه ماسكو كښې پوليسو د اپوزيشن په لاريون كښې د ګډون كولو په تور د يو زر نه زيات مظاهرچيان نيولي دي۔ د حكومت د بندېز سره هم په ماسكو كښې اپوزيشن لاريون كړے۔ مظاهرچيانو غوښتنه كوله چې په ځائي ټاكنو كښې د بېلټ پېپرو څخه د اپوزيشن د مهمو مشرانو د نامو ويستلو پرېكړه دې بېرته واخستل شي او بې …
په ماسكو كښې يو زر مظاهرچيان ونيول شول

مزید خبریں
ماسكو 28 جولائي (اے پي پي) د روسيې په پلازمينه ماسكو كښې پوليسو د اپوزيشن په لاريون كښې د ګډون كولو په تور د يو زر نه زيات مظاهرچيان نيولي دي۔ د حكومت د بندېز سره هم په ماسكو كښې اپوزيشن لاريون كړے۔ مظاهرچيانو غوښتنه كوله چې په ځائي ټاكنو كښې د بېلټ پېپرو څخه د اپوزيشن د مهمو مشرانو د نامو ويستلو پرېكړه دې بېرته واخستل شي او بې طرفه ټاكنې دې باوري كړې شي۔









