اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) اقتصادي رابطه كمېټۍ د 2 لكه 25 زره مېټرك ټنه نورې چينۍ برآمد كولو پريكړه كړې ده ۔كمېټۍ د پیټروليم او قدرتي وسيلو وزارت په تجويز تهرمل پاور سټېشن ګډو 50 اېم اېم سي اېف ډي او اينګرو فرټيلائزر لمېټډ ته د 26 اېم اېم سي اېف ډي زيات ګاز وركولو هم منظوري وركړی ده۔د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېتۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) اقتصادي رابطه كمېټۍ د 2 لكه 25 زره مېټرك ټنه نورې چينۍ برآمد كولو پريكړه كړې ده ۔كمېټۍ د پیټروليم او قدرتي وسيلو وزارت په تجويز تهرمل پاور سټېشن ګډو 50 اېم اېم سي اېف ډي او اينګرو فرټيلائزر لمېټډ ته د 26 اېم اېم سي اېف ډي زيات ګاز وركولو هم منظوري وركړی ده۔د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه۔غونډې د پیټروليم وزارت په تجويز حبيب راهي لائم سټون پنګو څخه تهرمل پاور سټېشن ګدو ته د 50 اېم اېم سي اېف ډي او اينګرو فرټيلائزر لمېټډ ته د 26 اېم اېم سي اېف ډي زيات ګاز وركولو هم منظوري وركړی ده ۔كمېټۍ د اېف بي آر په وړاندېز نان فائلرز لپاره د 0.4 ود هولډنګ ټېكس په شرح كښې تر 31 مارچ پراختيا منظوري هم وركړه۔غونډه كښې د 2 لكه 25 زره مېټرك ټنه نورې چينۍ برآمد كولو پريكړه وكړې شوه۔د برآمد كولو نه وروستو به هېواد كښې 1.23 ملينه ميټرك ټنه زياته چيني ترلاسه شي۔هېواد كښې د چينۍ بيعې عدم استحكام څخه هم تجارت وزارت د اي سي سي غونډه خبر كړه۔









