د هېواد دفاع لپاره د آئي اېس آئي قربانۍ د ستائنې وړ دي

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د انټر سروسز انټيلي جنس(آئي اېس آئي)كردار ستائنه كولو سره وئېلي دي د ګران هېواد دفاع لپاره آئي اېس آئي قربانۍ د ستائنې وړ دي٬آئي اېس آئي به د اولسي هيلو ترمخه كار كوي۔دا خبره ده د شورو په ورځ ايوان صدر كښې نوي ډي جي آئي اېس آئي لېفټيننټ …

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د انټر سروسز انټيلي جنس(آئي اېس آئي)كردار ستائنه كولو سره وئېلي دي د ګران هېواد دفاع لپاره آئي اېس آئي قربانۍ د ستائنې وړ دي٬آئي اېس آئي به د اولسي هيلو ترمخه كار كوي۔دا خبره ده د شورو په ورځ ايوان صدر كښې نوي ډي جي آئي اېس آئي لېفټيننټ جنرل نويد مختار سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔اولس مشر هيله ولرله چې آئي اېس آئي به د اولس د هيلو ترمخه كار كوي او د دښمن ناوړه عزائمو ل به ماتې وركړي۔اولس مشر په ډي جي آئي اېس غوره كېدو نويد مختار له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې ډي جي آئي اېس آئي به د خپلې پراخا تجربې او پیشه وراه مهارت سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔