بیجنګ 28 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير پروېز خټك ترمېنځه د شورو په ورځ بيجنګ كښې مختصر او غېر رسمي ملاقات شوې۔ پروېز خټك د خېبر پښتونخوا نوې منصوبې په سي پېك كښې د شاملولو په امكان د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع پروېز خټك ووئيل د جے سي سي غونډه كښې ګډون كولو سره …
د احسن اقبال او پروېز خټك ترمېنځه بيجنګ كښې لنډ او غېر رسمي ملاقات

مزید خبریں
بیجنګ 28 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير پروېز خټك ترمېنځه د شورو په ورځ بيجنګ كښې مختصر او غېر رسمي ملاقات شوې۔ پروېز خټك د خېبر پښتونخوا نوې منصوبې په سي پېك كښې د شاملولو په امكان د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع پروېز خټك ووئيل د جے سي سي غونډه كښې ګډون كولو سره ښه تجربه ترلاسه شوه او ډېر كامياب ملاقاتونه شوې٬ ده ووئېل ښې نتيجې به ئې رامخې ته شي۔ ده ووئيل سي پېك به نه يوازې پاكستان له بلكې ټولې منطقې له ګېم چېنجر وګرځي۔ ده ووئيل سي پېك منصوبو څخه به د خېبر پښتونخوا او فاټا تقدير بدل شي ۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل پروېز خټك سره په ملاقات خوشحاله شوم۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې نوې منصوبې سي پېك كښې شاملېدو سره به پاكستان قوي شي۔ده ووئيل وفاق تل دا هڅه كړې چې سي پېك كښې ټولې صوبې شاملې كړې









